د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ۱۲ پوړیزې استوګنیزې پروژې څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۲
تهیه مسکن بلاکونه

۱۴۴۷/۱۰/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري سرغړونو دمخنیوي محترم ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ۱۲ پوړیزې استوګنیزې ودانۍ څخه څارنه وکړه.

دغه تخنیکي څارنه د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

د څارنې په مهال څرګنده شوه، چې د مرکزي تودوخې سیسټم نصبول، د دهلیزونو د مرمر ډبرو کار، د برېښنا او لفټ تجهیزاتو نصبول او د اوبو رسولو او کانالېزاسیون شبکو اړوند کارونه په جریان کې دي.

یاده پروژه د وزارت د املاکو او اسکان ریاست تر مدیریت لاندې، د خلکو په مالي ملاتړ تمویلېږي او تر دې دمه یې شاوخوا ۸۵.۵ سلنه فزیکي پرمختګ کړی دی.

د تخنیکي ټیم له لوري د تطبیق کوونکي شرکت ته لازمې لارښوونې وشوې، څو د ملي او نړیوالو معیارونو او د کار د خوندیتوب اصولو په رعایت سره چارې په معیاري ډول پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
Background image

میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ ایس ریاست تخنیکي ټیم د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ د توپ دښتې په ساحه کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې پیل کړه.

د یاده سروې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

د کابل–بګرام سړک او د هرات د نورم او سټنډرډ لابراتوار پروژو لابراتواري ازموینې وڅارل شوې

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار محترم ریاست تخنیکي ټیم د کابل–بګرام سړک او د هرات ولایت د نورم او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۸:۵۲
Background image

د د افغانستان بانک نوې ودانۍ د پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د د افغانستان بانک د نوې ودانۍ له پروژو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت