د کابل په نوي ښار کې دروغتون د جوړولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۰
د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه، چې د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړولو د کمیټې د مشرتابه مسئولیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته سپارلی دی، یوه ناسته د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا د محترم مرستیال، مولوي گل زرین صابر په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې د عمومي ریاستونو او اړوندو ریاستونو یو شمېر رئیسان حاضر وو، چې ښاغلي مرستیال صابر په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د پلي کېدو لپاره اړینه ده چې له اړوندو ادارو او د عطا د خیریه بنسټ سره لازمه همغږي رامنځته شي، تر څو د روغتون د جوړولو په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.
همدارنګه د ناستې ګډونوالو د موضوع او د کمیټې له غړو ادارو سره د همغږۍ د څرنګوالي په اړه خپلې نظریې او لیدلوري وړاندې کړل او اړوند پرېکړې وشوې.
یادولو وړه ده، چې په وروستیو کې د ریاست الوزرا عالي مقام ځانګړې کمیټه ټاکلې ده، چې مشري یې د کور او ښار جوړولو وزارت کوي او ګڼ وزارتونه او امارتي ادارې یې غړیتوب لري، څو د کابل په نوي ښار کې د یوې سرطاني شفاخانې د جوړولو په برخه کې د تخنیکي، مالي او چاپېریالي برخو د څار او ارزونې پروسه پر مخ یوسي او اړینه همغږي رامنځته کړي.