د کابل په اولسمه ناحیه کې د جهان پارک د جوړېدو چارې ښایي وځڼډېږي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۴:۵
picture

۱۴۴۵/۹/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د کابل ښاروالۍ، کرنې وزارت، چاپیریال ساتنې ادارې، او د اوبو او انرژۍ وزارت استازو ناسته وکړه.

په یاده ناسته کې، د کابل ښار په اولسمه ناحیه کې د جهان پارک په اړه بحث وشو چې هر لوري خپل خپل دلایل او نظریات وړاندې کړل.

د کرنې وزارت د اراضۍ استازي یادونه وکړه چې تر اوسه یاده ځمکه د کابل ښاروالۍ ته نه ده انتقال شوې.

ورپسې د اوبو او انرژۍ وزارت استازي یادونه وکړه چې په یاده سیمه کې د اوبو سرچینې کمې دي او یوازې د تر ځمکې لاندې اوبه چې هغه هم په ډیرو ستونزو د رهایشي ځایونو لپاره استعمالېږي او په خبره یې په ټوله کې د اوس مهال لپاره هلته داسې پارک جوړول چې د زېرمو اوبه ظرفیت ونه لري، غیر تخنیکي کار دی.

د ناستې په پای کې کمېټې پرېکړه وکړه چې د یادې پروژې د تطبیق چارې دې تر هغې وځنډېږي، تر څو د اوبو سرچینې برابرېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت