د کابل - لوګر عمومي سړک ته څېرمه د یوه مسجد شريف ډبره کېښودل شوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱ - ۱۴:۲۳
عکس

۲۵/۱/ ۱۴۴۴ د لوګر ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د کابل – لوګر د عمومي سړک په غاړه د یو مسجد شریف ډبره کېښوده . د لوګر ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست وایي، دا جامع جومات به د لسګونو نارینه او ښځینه لمونځ کوونکو ظرفیت ولري، چې د اوبو او تشنابونو اسانتیاوې یې هم په پام کې نیول شوي دي . ټاکل شوې چې دغه جومات د ملي پرمختیايي خیریه مؤسسې له خوا په باکیفیته ودانیزو توکو جوړ شي. د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د جوماتونو، کلینکونو، روغتونونو، پوهنتونونو او د دولتي ادارو د ترمیم پلان او طرحه جوړوي او بیا یې د دولتي ادارو په غوښتنه د هغې د جوړولو څارنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت