د کابل شاه دو شمشېره رح له سیمې تر پُل باغ عمومي لیدنه او څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۱:۱۱
انځور

۱۴۴۵/۱۰/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د پخوانیو ښارونو د ساتنې او خوندیتوب ریاست محترم رئیس انجنیر محمود جان دوست وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د کابل ښار د پخوانیو ساحو د څارنې په لړ کې د شاه دوشمشېره رح له سیمې تر پُل باغ عمومي پخوانۍ سیمې وڅارلې.

ښاغلی انجنیر محمود جان دوست وایي، په یاده ساحه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري ریاست او د سیمې د هټیو مالکانو په لګښت د پخوانیو ساحو د بیروني برخو ترمیمات پیل کړي، چې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند ریاست تخنیکي ټیم مسؤلینو او کار کوونکو ته لازمې فني او تخنیکي لارښوونې او مشورې ورکړې.

نوموړی وایي، د تاریخي ابداتو ترمیم او په ځانګړې توګه کابل کې د یادو ساحو ساتنه او پالنه ستر تاریخي او فرهنګي ارزښت لري او په وینا یې باید ټولې چارې د فني او تخنیکي کسانو تر څار لاندې ترسره شي، تر څو په یاده برخه کې د ملي او نړیوالو قبول شوو قوانینو په رڼا کې چارې سرته ورسېږي.

هغه وایي، د پخوانیو ښارونو او تاریخي ابداتو د ترمیم، ساتنې او پالنې برخه کې یې د کابل ښاروالۍ د کلتوري ریاست محترمو مسؤلینو ته هم لازمې سپارښتنې وکړې او یادونه یې وکړه چې ورته چارې باید د کور او ښار جوړولو وزارت سره په همغږۍ او تفاهم سرته ورسېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۵۲
Background image

د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکو د وېش لړۍ دوام لري

۱۴۴۷/۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د باعزته او دایمي مېشتېدو په موخه په یو شمېر ولایتونو کې راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته د ځمکو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د افغانستان زیربناء په تېرو جګړو کې له منځه تللې، فرصت برابر شوی چې بېرته جوړه شي

۱۴۴۷/۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت نوي مالي او اداري مرستیال محترم مولوي محمد رباني ناصح، په خپل کاري دفتر کې، د دغه معینیت تر چتر لاندې د اړوندو ریاستونو له مسؤلینو سره وکتل او پر یو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۷
Background image

د ننگرهار ولایت د ګمبیري سیمې په ساحه کې د توپوګرافیکي سروې او جي ‌ای ‌ایس چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۰۸/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌ایس ریاست د رئیس په لارښوونه، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د نږدې ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د توپوګرافي سروې او جي ‌ای ‌ایس  چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت