د کابل–بګرام سړک د برېښنا لېږد د شبکې د مسیر د بدلون له چارو څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۳۶
پایه های برق سرک کابل بګرام

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ په سیمه کې د کابل–بګرام سړک د جوړیدو سره هم مهاله د برېښنا لېږد د شبکې د مسیر د بدلون له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

یاده پروژه د نوي کابل ښار د عمومي ریاست له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده چې د سړک جوړونې له پراختیايي پلانونو سره په همغږۍ کې د خدماتي شبکو د تنظیم او د برېښنايي زیربناوو د خوندیتوب په موخه عملي کېږي.

د تخنیکي ټیمونو له لوري د پروژې بېلابېلې برخې له نږدې وڅارل شوې او د چارو د چټکتیا او کیفیت د لوړوالي په موخه اړوند مسؤلینو ته لازمې تخنیکي سپارښتنې ورکړل شوې.

د نوي کابل ښار عمومي ریاست تخنیکي ټیمونه د دې پروژې ټولې چارې په دقیق ډول تعقیب او څاري، څو د منظور شوي پلان، تخنیکي معیارونو او انجینري اصولو له مخې یې تطبیق ډاډمن شي.

د برېښنا لېږد د شبکې د مسیر د بدلون له بشپړېدو سره به د کابل–بګرام سړک د پراختیايي چارو د دوام ترڅنګ د برېښنا د لېږد خوندي او معیاري سیستم رامنځته شي، چې د سیمې د ښاري پرمختګ په برخه کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د کابل–بګرام سړک د برېښنا لېږد د شبکې د مسیر د بدلون له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ په سیمه کې د کابل–بګرام سړک د جوړیدو سره هم مهاله د برېښنا لېږد د شبکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل–بګرام عمومي سړک د جوړیدو چارې د پرمختګ په حال کې دي او ورځ بلې ته چټکتیا مومي

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار پراختیا د محترم عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، تخنیکي ټیمونو د کابل– بګرام سړک د جوړیدو د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

په پنجشیر ولایت کې د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت