د ښار جوړولو او ځمکو وزیر د صنایع سبز صنعتي پارک ټولنې له غړو سره وکتل

۱۴۴۳/۱۲/۲۰
د ښار جوړولو او ځمکو محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني د صنایع سبز صنعتي پارک ټولنې له غړو پانګوالو سره وکتل او د شته ستونزو پر حل او د ګڼو اسانتیاوو په رامنځتنه کولو یې خبرې وکړې.
په دغه لیدنه کې د صنایع سبز صنعتي پارک غړو پانګوالو له وزیر مولوي حمداالله نعماني څخه مننه وکړه، چې په وینا یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت همېشه د پانګوالو او صنعت کارانو ملاتړ کړی او د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په تړاو یې وزیر ته بشپړ معلومات هم وړاندې کړل.
دغه راز په ناسته کې پانګوالو او صنعت کارانو په یاد صنعتي پارک کې د شته ځینو ستونزو په اړه وزیر ته هر اړخیز معلومات ورکړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمد الله نعماني پانګوالو او صنعت کارانو ته په خطاب کې وویل، له پانګوالو او صنعت کارانو څخه د ا.ا.ا او په ځانګړې توګه د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ملاتړ د وزارت په لومړیتوبونو کې دی او هڅه کوي چې زمینه برابره کړه، ترڅو د صنعت په ودې سره د بې کارې او فقر کچه راکمه کړي، هېوادوالو ته غوره خدمات ترسره او هېواد په ځان بسیا کړي.
ښاغلي مولوي نعماني، پانګوالو او صنعت کارانو ته ډاډ ورکړ چې د وزارت اړوند مسؤلین به یې د دوی ستونزو د حل برخه کې کوټلي او پرېکنده ګامونه پورته کړي.