د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني د پلټنې عالي ادارې اړوند مسؤلینو سره وکتل
24/12/1400هـ، ش
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د پلټنې عالي ادارې له راغلو مسؤلینو سره وکتل او په ځینو مواردو یې بحث وکړ.
د پلټنې عالي ادارې راغلو مسؤلینو د خپل کاري برخې ځینې موضوعات له وزیر صاحب سره شریک کړل او په دغه برخه کې یې ترې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ښاغلي سرپرست مولوي حمد الله نعماني راغلو کسانو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې ورته وکړه چې نیمګړتیاوې په ګوته کړي.
وزیر وویل، دوی به اړوند مراجعو ته سپارښتنه وکړي چې د پلټنې عالي ادارې له راغلو مسؤلینو سره همکاري وکړي ترڅو یې کاري راپور بشپړ شي.