د ښار جوړولو او ځمکو وزارت پراختیایي پروژو د وضعیت ارزونه وشوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۸ - ۱۳:۳۷
dgf

۱۴۴۳/۰۹/۰۶

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په مشرۍ رهبري هیئت د مرستیالانو، رییسانو او د پروژو مسؤلینو په ګډون د یاد وزارت اړوندو پراختیایي پروژو د ارزونې، ننګونو او ستونزو ته د حل لارو پیدا کولو په تړاو ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د رییسانو او د پروژو مسؤلینو او امرینو د وزارت اړوندو پروژو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او پر هغه لارو چارو خبرې وشوې چې له مخې یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وکولی شي حل لاره پیدا کړي.

دغه راز په یاده ناسته کې د ښارګوټو او هغه پروژو په اړه چې په تېر حکومت کې نیمه کاره پاتې دي او چارې یې په ټپه ولاړې دي، بحث وشو.

سربېره پر دې د وزارت اړوندو ریاستونو د دفترونو د منسجم کولو په یو مناسب ځای کې د راټولو په اړه هم نظریات وړاندې شول چې له مخې به یې د وزارت اړونده چارې لا اغېزمنې او چټکې شي.

د دغې ناستې بله موخه دا وه چې هغه شرکتونه چې د ښا رجوړولو او ځمکو وزارت اړوند پراختیایي پروژې یې د تېر حکومت په مهال پلې کړي او له درکه یې وزارت پوروړی شوی دی، خبرې وشوې چې له کومو اغېزمنو لارو چارو کار واخیستل شي چې نه شرکتونه زیانمن شي او نه هم اړونده پروژې.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم وزیر مولوي حمد الله نعماني یادونه وکړه چې د وزارت برنامې او پروژې شته امکاناتو او بودیجې ته په کتو اولیت بندي او بشپړې شي.

نوموړي د هرې برخې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې یوه یوه کمېټه دې جوړه کړي، د اړوندې پروژې ارزونه دې وکړي، ننګونې او ستونزې دې په ګوته او د حل لارو په پیدا کولو دې مشخصه طرحه له منطقي دلایلو سره وړاندې کړي چې په اړه یې وروستی تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۲۳:۵۸
Background image

په ننګرهار کې راستانه شوو مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د ویش په دوام تیره ورځ بیا ۲۸۲ نمرې وویشل شوې

۱۴۴۷/۱۱/١٧

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند خانکي ښارګوټي کې پر راستنو شوو مهاجرو د استوګنیزو نمرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت