د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال کندهار ولایت ته په رسمي سفر تللی

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۰ - ۸:۱۳
sdg

۱۴۴۳/۱۰/۱۰

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو ریاست څخه هم لېدنه وکړه.

په دغه لېدنه کې ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي د یاد ریاست کار کوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې او د ځینو موضوعاتو په اړه یې بشپړ معلومات ورکړل.

د کندهار د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو په یاد ریاست کې د شته ستونزو په اړه هم خبرې وکړې او له محترم فاروقي څخه یې د شته ستونزو د حل برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه چې نوموړي یې د حل برخه کې ډاډ ورکړ.

ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي زیاته کړه چې سږ کال یې لومړیتوب د نیمه کاره پروژو بشپړول دي او هڅې کوي چې چارې یې پر وخت ترسره شي.

ښاغلي مرستیال د کندهار ریاست مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د خلکو چارې دې له ځنډ پرته پر وخت اجراء کوي او له اړتیا پرته دې غیر حاضري نه کوي.

هغه زیاته کړه چې ټول کارکوونکي دې ځانونه په اسلامي چوکاټ برابر او خپلې چارې دې د اسلامي او ملي ارزښتونو سره سم پر مخ بیایي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت