د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ته لاړ
۱۴۴۳/۱۰/۱۱
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې هلمند ته ورسې او هلته یې د هلمند ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست څخه لیدنه وکړه.
په لیدنه کې لومړی د هلمند ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رییس مولوي سید نیک محمد معتصم د ښه راغلاست ترڅنګ د خپل ریاست اړوندو تشکیلاتو، ستونزو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مرستیال ښاغلي محمد امین فاروقي د یاد ریاست اړوندو ستونزو د حل په موخه مسؤلینو ته ډاډ ورکړ او زیاته کړه چې په همدې موخه یې خپل سفر ترتیب کړی چې د ځینو ولایتونو له ستونزو او ننګونو خبر شي او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي حافظ محمد امین فاروقي د هلمند ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلینو او ټولو کارکوونکو ته د چارو د ښه پرمختګ په موخه لازمې لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل چې د هېوادوالو چارې دې له ځنډ پرته پر وخت ترسره کوي او د خپلو دفترونو دروازې دې پرانستې وساتي.