د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د ساختماني شرکتونو له اتحادیې سره وکتل
د ښار جوړولواو ځمکو وزارت سرپرست ښاغلې مولوي حمدالله نعماني د خپل کار په دفتر کې د ساختماني شرکتونو له اتحادیې سره چې د ياد وزارت سره یې تړون کړی و، وکتل.
په دې کتنه کې د ساختماني شرکتونو مسوولینو د ساختماني شرکتونو د فعالیتونو او کارونو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست سره مطرح کړې.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د ساختماني شرکتونو له کړنو مننه وکړه او د شرکت مسوولینو ته یې ډاډ ورکړ چې د دوي ستونزو ته به لازمې حل لارې پيدا کړي.