د ښار جوړلو او ځمکو وزارت اړوند د یو شمېر ولایتي ریاستونو ستونزې او فعالیتونه و ارزول شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳۱ - ۱۲:۲۲
dgfdfgh

۱۴۴۳/۰۹/۱۹

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د لوګر، بغلان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د رییسانو سره وکتل او د اړوندو ریاستونو د ستونزو د حل او فعالیتونو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

لومړی د یادو ولایتونو رییسانو هر یو د خپل ریاست اړوند فعالیتونه، مسؤلیتونه، ستونزې، ننګونې او هلته موجوده ښاري وضعیت په اړه بحثونه وکړل او بشپړ معلومات یې وړاندې کړل.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د یادو ریاستونو د ستونزو او ننګونو د حل لپاره هغه لارې چارې په ګوته کړې چې له مخې به یې شته ستونزې حل او اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي وزیر یادونه وکړه چې په ولایتونو کې دې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوندې چارې لا ګړندۍ شي او خلکو ته دې اغېزمن خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

په شملزو ولسوالۍ کې د روغتون د ودانۍ له ساختماني چارو تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۸

د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ د روغتون د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري ساحوي څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۴:۲۲
Background image

په فراه کې د کانونو آمریت د اداري ودانۍ او مېلمستون له جوړولو څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۸

د فراه ولایت د مرکز د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د کانونو آمریت د اداري ودانۍ او مېلمستون د جوړولو پروژې له چارو څخه د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۰:۶
Background image

د کابل ښار د امیر دوست‌محمدخان تاریخي ښوونځي د بیارغونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي څارنې ټیم په کابل ښار کې د امیر دوست‌محمدخان د تاریخي ښوونځي د ودانۍ د بیارغونې له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت