د ښاریانو د ستونزو حل د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له موخو څخه دی

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۱۱:۱۹
picture

۲۶/۰۲/۱۴۴۴

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د خپلو ورځنیو غونډو په دوام د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر ښاریانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه وکتل.

دغو ښاریانو د خپلو سیمو د ښاري وضعیت په اړه خبرې وکړې او خپلې ستونزې اوغوښتنې یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني سره شریکې کړې او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني وویل: د ښاریانو د ستونزو حل د دغه وزارت له اساسي موخو څخه دی. نوموړي اړوندو ادارو ته امر وکړ، چې د دغو ښاريانو غوښتنې په وخت سره  حل کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د کارته مأمورین څخه تر عمراباد پورې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت