د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون پنځه دېرشمه ناسته وکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۲:۵۳
picture

۱۴۴۵/۹/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون خپله پنځه دېرشمه ناسته وکړه او پر یو ویشت بېلابېلو موضوعاتو یې بحث وکړ.

په ناسته کې، د یو هېوادوال پر غوښتنه بحث وشو چې غواړي د خپل هستوګنیز منزل پر سر دوه نورو اضافي منزلونه جوړ کړي.

د کمېسون غړو یادونه وکړه، چې یاد تعمیر د نورو پوړونو د جوړولو جوګه نه دی، نو ځکه یې غوښتنه هم رد شوه.

په همدغه ناسته کې بیا، د یو بل هېوادوال د څلور منزله تعمیر د جوړولو د ساحې سکیچ تائید شو.

دغه راز، ځینې هغه ځایونه چې په اسنادو کې یې نیمګړتیاوې وې، د اسنادو تر بشپړولو وروسته به پرې په نورو ناستو کې بحث وشي.د ناستې په دوام، په بېلا بېلو ولایتونو کې د تېلو د پمپ سټېشنونو د جوړولو ټول اسنادونه وڅېړل شول، کوم هغه چې اسناد یې بشپړ و، د رغولو اجازه ورکړل شوه او پاتې نور چې نیمګړتیاوې یې درلودې د هغې په اړه به هم د اسنادو تر پوره کولو وروسته په راتلونکو ناستو کې پرېکړه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴۴۸/۱/۱۲

د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت