د ښاري نقشو د ویزه کولو (تائیدولو) کمېسیون ناسته وکړه

۱۴۴۴/۰۷/۰۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو (تائیدولو) کمېسیون ناسته وکړه، چې د نقشو اړوند پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وشوې.
په دغه ناسته کې د فراه له محترمې ښاروالۍ څخه د سوداګریزو، هستوګنیزو او مختلطو سیمو د جوړولو د طرزالعمل او لایحې د غوښتنې ترڅنګ په دې خبرې وشوې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند له ټولو ولایتي ریاستونو څخه دې د سوداګریزو، هستوګنیزو او مختلطو سیمو ویزه شوې نقشو په اړه پوښتنه وشي.
د ښاري چارو محترم مرستیال د چارو د لا ښه پرمختګ په موخه ذیدخله ریاستونو ته لازمې لارښوونې وکړې او د مسکن برخه کې یې له اړوندو ریاستونو غوښتنه وکړه، چې یو منطقي لارښود جوړ کړي او له مخې یې په ولایتي ریاستونو کې وړتیاوې او شته امکانات و ارزول شي او د نقشو ویزه کولو برخه کې د هغوی د غوښتنو پر اساس اقدامات وشي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.