د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د دویمې واحدونو لپاره ښوونیز او رونیز سیمینار پای ته ورسید

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۶ - ۹:۳۰
انځور

۱۴۴۴/۳/۰۹

د دویمي واحدونو لپاره شپږ ورځنی ښوونیز او روزنیزسیمینار چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا د عامه خدمتونو په انستیتوت کې په لاره اچول شوی و، ګډون کونکو ته د تصدیق پاڼو په ور کولو سره پای ته ورسیده.

د یاد سیمینار د پای په مراسمو کې ريسان، امرین، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د  پروژو مسؤلین او د ځینو ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل محمد کمال افغان د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني چې په یوه کاري سفر تللی و پیام ولوست.

دښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني په خپل پیغام کې د عامه خدمتونو د انستیتوت د رئیس او ټولو کارکونکو د هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه او یاد  سیمینار یې د دویمې واحدونو د ظرفیت د لوړونې په برخه کې مهم وباله او هغوي ته یې په خپلو کارونو کې د لا بریا غوښتنه وکړه.

ور پسې د اداري اصلاحاتو رئیس محترم مولوي عبدالحنان عارف الله د یادې ادارې د کارونو په اړه خبرې وکړې او دا ډول سیمینار یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دویمې واحدونو د کارکونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې مهم  وباله.

یاد شپږ ورځنی سیمینار چې د دویمې واحدونو د غوره مدیریت، همغږي له مرکز سره، د معلوماتو د شریکولو، د قوانینو او پالیسو سر بلدتیا، دنظارت او کنترول په موخه جوړ شوی و ګډونکو ته د تصدیق پاڼو په ور کولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت