د ځمکو او دولتي املاکو مدیریت

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۰:۳۵
املاک

د ښارواليو د قانون ۷۶ مادې په اساس د دولتي ځمکو او املاکو مديريت، ساتنه او ترې اغېزناکه استفاده د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مسووليت دی.

د ثابتې پانګې په توګه دولتي املاک د هېواد په اقتصادي وده کې اغېزناکه ونډه لري. په دې برخه کې د ښاري پراختيا عالي شورا له خوا یوه کړنلاره هم تصویب شوې چې په نږدې راتلونکي کې به له دې لارې ګڼې اقتصادي پروژې پلې، کورنۍ او بهرنۍ پانګوونې ته به زمينه برابره او بېلابېلو برخو کې به کاري فرصتونه پيدا شي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د ځمکوالۍ نظام د عصري کولو، پیاوړتیا او اصلاح په موخه په لومړي ځل د دولتي ځمکو بانک رامنځته کړ او په تېر یو کال کې یې لږترلږه څلور میلیونه جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکه سروې او ثبت کړې دي.

د حکومت دې نوښت، نه یواځې د ډېرو ځمکو د غصب مخنیوی کړی، بلکې راتلونکو نسلونو ته يې د یوې ثابتې پانګې په توګه له ځمکې د موثرې او معقولې استفادې زمینه هم برابره کړې ده. په همدې برخه کې به ډېر ژر د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د ۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پر دولتي مکلیتونو او ځمکو د پانګوونې ۲۰ لویې او کوچنۍ پروژې اعلان شي چې دا په خپله د دولتي ملکیتونو او ځمکو څخه د اغېزناکې استفادې یوه بېلګه ده.

په دې پروسه کې د دولتي ملکیتونو او ځمکو څخه په استفادې؛ د ښارونو ځینې مرکزي سیمې بیا ځلي تنظیمېږي، څو د ټرافیکي ستونزو د حل او د شنو ساحو د انکشاف لامل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new