د ځمکوالۍ چارو تنظیم

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۰:۲۵
وظایف وزارت شهرسازی

د شخصي، دولتی، عامه او وقفي ملکیتونو مصونیت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای لري او په دې برخه کې له عصري ټکنالوژۍ څخه په استفادې لنډ مهاله، منځ‌مهاله او اوږدمهاله پلانونه نیول شوي دي.

له پلان سره سم ټاکل شوې د ۲۰۱۹ ميلادي کال تر پايه د کابل، کندهار، جلال اباد، مزارشریف، هرات، بامیان، فراه او نیلي ښارونو په غير رسمي سيمو کې ۴۰ زره کورونو او د ۲۰۲۰ کال تر پایه ۵۰ زره کورونو ته د ملکیت سندونه وویشل شي.

له بلې خوا د غصب شويو دولتي ځمکو د خلاصون په برخه کې تر اوسه ۵۰۰ زره جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه شوې او د انکشافي پروژو د تطبیق لپاره ګټې اخېستنې ته سپارل شوې.

سربېره پر دې د يو ميليون او ۲۰۰ زره جريبه دولتي ځمکې په تصفيې او متقاضي ادارو ته له ۲۴۰ زره جريبه دولتي ځمکې له انتقال سره په ټول هېواد کې د ټولګټو پروژو تطبيق ته زمينه برابره شوې ده.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new