د پېروزي ښارګوټي په ختیځه څنډه کې د ننګرهار – بېجینګ شرکت چارې دوام لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۴:۱۴
تصویز

۱۴۴۴/۰۱/۱۹

د ننګرهار – بېجینګ د ساختماني موادو د تولید شرکت، د ساختماني موادو د تولید لپاره د بلاک جوړولو، د غذایي موادو لپاره د بلاک جوړولو، د صنعتي توکو د تولید لپاره بلاک، د لوجستیکي موادو د تولید لپاره بلاک، ګدام، د ازمایښتي لابراتوار لپاره ودانۍ، د څېړنو لپاره مرکز، د صنعت کارانو لپاره د خوب ځای، د کارپوهانو لپاره ودانۍ، د مسلکي زده کړو عمومي مرکز، تدارکاتي سیمې، د ساتنې او خوندیتوب دفتر، بڼ یا د تفریح ځای، د ژوند کولو خدماتي مرکز، تخنیکي ورکشاپونو، د خځل لوښو د راټولولو ځای، ورزشي سالون او خوړنځای، د لمریزې برېښنا د تولید او د برېښنا د وېش مرکز، د خامو موادو لپاره ګدام، د لوجستیکي موادو لپاره ګدام، روغتیایي کلېنیک او داسې نورو د ښاري خدماتو ځایونو لپاره د تفصیلي پلانونو جوړولو په موخه ټول تخنیکي اسناد د چین هېواد ته استولي، چې طرحه او ډیزاین یې بشپړ او بېرته د عملي کار کولو په موخه راواستوي.

تر اوسه د یادو موضوعاتو په تړاو د پلانونو جوړولو چارې شاوخوا اتیا سلنه بشپړې شوي او دوام لري چې ډېر ژر به یې وروستۍ پایلې تمامې شي.

دمګړۍ د کابل ده سبز سیمه کې د پېروزي هستوګنیز ښارګوټي په ختیځه څنډه کې د ننګرهار – بېجینګ تولیدي شرکت لخوا د ژورو څاه ګانو کېندل، احاطوي دېوالونه او نورې لومړنۍ چارې روانې دي.

د روان لمریز کال د حمل میاشت کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او  د ننګرهار – بېجینګ د ساختماني موادو د تولید شرکت ترمنځ یو تړون لاسلیک شو چې له مخې، به یې په (۶۵۰) جریبه ځمکه کې د شاوخوا (۲۱۶) میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت (۱۵۰) کوچنۍ، منځنۍ او لویې تولیدي فابریکې جوړېږي او تولیدات به کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت