د پکتیکا په زرغون شهر ولسوالۍ کې تفریحي پارک جوړېږي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۳:۳۵
paktika

۱۴۴۶/۰۱/۱۱

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت د زرغون شهر ولسوالۍ د محترمې ښاروالۍ په وړاندیز او د ولایت محترم مقام د حکم پر بنسټ یاده ولسوالۍ کې سروې وکړه.

ښاغلی مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، انجنیرانو یې په زرغونشهر ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ د محترم ښاروال او د تعیین شویو هیئتانو په شتون کې د نوي جوړیدنکي پارک لپاره خپل مسؤلیت ترسره کړ.

د هغه په خبره، دغه مسؤلیت په یاده ولسوالۍ کې د تفریحي پارک جوړېدو په موخه د ساحې د کروکۍ چمتو کولو لپاره د یادې ساحې توپوګرافي سروې وه، چې ترسره شوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د نويو جوړېدونکو ودانیزو پروژو لپاره د ساحو کروکي او سروې ترسره کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت