د پکتیکا ولایت د یوسفخېل ولسوالۍ د بازار ساحې د توپوګرافي سروې په موخه د دغې ولسوالۍ له شریفو خلکو سره غونډه وشوه
۱۴۴۷/۹/۵
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، د تخنیکي سروې ټیم د یوسفخېل ولسوالۍ ته سفر وکړ، څو د بازار ساحې د توپوګرافي سروې چارې پيل کړي.
یاد تخنیکي ټیم د سروې د دقیق ترسره کېدو او د تفصیلي پلان د ترتیب په موخه، د یوسفخېل ولسوالۍ د مسؤلینو، اتحادي غړو، قومي مشرانو او ښاریانو په حضور کې د همغږۍ غونډه ترسره کړه.
په غونډه کې د ولسوالۍ مسؤلینو او د سیمې مخورو د موضوع په اړه هر اړخیز بحث وکړ خپل نظرونه او وړاندیزونه یې شریک کړل او د سروې په بهیر کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د پکتیکا د کور او ښار جوړولو رئیس الحاج مولوي محمد طاهر سیف الجهاد، د یادې پروسې پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، د کور او ښار جوړولو وزارت غواړي د خپل ملي مسؤلیت له مخې په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې منظم، معیاري او دوامدار ښاري نظام رامنځته کړي.
ښاغلي سیف الجهاد وویل، د دې بهیر اساسي موخه د ښارونو او ولسوالیو انډولیزه پراختیا، د عامه خدمتونو اغېزمن تنظیم او د ښاري ژوند د معیار لوړول دي.
نوموړي زیاته کړه، په پام کې لري، څو د نافذه قوانینو، پالیسیو او ملي ستراتیژیو سره سم، په ولسوالیو کې منظم ښاري پلانونه ترتیب او د اړوندو ښاروالیو له لوري یې د تطبیق زمینه برابره کړي.
په دې سره به د بې پلانه ودانیو، غیرمعیاري جوړښتونو، د نامنظم انکشاف مخنیوی وشي او په دې لړ کې به د ځمکو منظم استعمال، د سړکونو معیاري ډیزاین، د عامه تأسیساتو او شنو ساحو ځانګړې کول او د نورو اړینو خدماتو تنظیم په پام کې ونیول شي.
د ښار منظم نظام رامنځته کول به پانګونې ته زمینه برابره کړي، کاري فرصتونه به زیات کړي او د خلکو اقتصادي او ټولنیز ژوند به ورسره ښه شي.
