د پکتیکا ولایت  د اورګون ولسوالۍ او مرکز ښرنې لپاره تفصیلي پلان جوړ شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۰:۴۹
ارګون، پکتیکا

۱۴۴۶/۳/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې د هېواد په کچه ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د غیر پلاني او خپل سرې ودې او پراختیا مخنیوی وکړي.

د پورته ذکر شوې موخې ترلاسه کولو لپاره پلان دی چې د نویو بازارونو سروې او په هر ولایت کې د څو ولسوالیو لپاره ستراتېژیک / تفصیلي پلانونه جوړ شي.

د همدغې هڅې په لړ کې، دا دی د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ، د پکتیکا پوهنتون او د مرکز ښرنې ښار لپاره تفصیلي پلانونه جوړ او تائید شول.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وایي، د دې او دېته ورته پلانونو په جوړېدو سره به په بازارونو او ولسوالیو کې د غیر پلانې او خپل سرې ودې او پراختیا مخنیوی وشي.

ښاغلی شیخ حمدالله نعماني وایي، د دې پلانونو په تطبیق سره به د یادې ولسوالۍ او مرکز ښرنې اوسېدونکي له منظمې ښاري ودې او پراختیا څخه برخمن شي او پانګوال به په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې تر ممکنه بریده په هېواد کې د غیرمنظمې، خپل سرې او غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوی وکړي او خلک له ښاري امتیازاتو برخمن کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت