د پکتیکا د خیرکوټ ولسوالۍ د تفصیلي پلان د تطبیق په اړه ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۵
..


۱۴۴۵/۰۹/۱۸
پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د تخنیکي ټیم په ملتیا یې د دغه ولایت خیرکوټ ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې د دغې ولسوالۍ له محترم ښاروال سره د یادې ولسوالۍ د تفصیلي پلان د ښه تطبیق په موخه ناسته وکړه.
ښاغلی مولوي محمد طاهر وایي، په ناسته کې یې د یاد تفصیلي پلان د اصلاح او تطبیق په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او له ځینو مهمو ساحو څخه یې له نږدې لیدنه وکړه.
نوموړی وایي، له لیدنې یې موخه دا وه، تر څو په ډاګه شي چې په یاده ولسوالۍ کې کومې ساحې د پلان مطابق د تطبیق وړ دي او کومې نورې ساحې اسلاح ته اړتیا لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه د ټولو ښارونو او ولسوالیو لپاره پلانونه ترتیبوي او د ښه تطبیق په موخه یې اړوندو ښاروالو او خصوصي سکتور ته سپاري، چې د پلان له تطبیق بیا څارنه هم کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت