د پکتیکا انګور هډې سرحدي بندر کې له یوې پروژې لیدنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۳:۴۶
paktika

۱۴۴۶/۰۱/۱۱

پکتیکا ولایت کې د کور او ښار جوړولو راست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت د انګور هډې سرحدي بندر کې د ځمکني ترانسپورت د تنظیم لوی مدیریت اړوند له یوې پروژې لیدنه وکړه.

ښاغلی مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، یاده چاره یې د پکتیکا ولایت د ځمکني ټرانسپورت د تنظیم لوی مدیریت د (۳۴) ګڼې ۱۱/۰۴/۱۴۰۳ نېټې وړانديز او د ولایت محترم مقام د حکم پر اساس د یو ګډ هیئت په شتون کې ترسره کړه.

نوموړی وایي، په یاده ودانیزه پروژه کې ټولې چارې د پلان او شرط پاڼې مطابق سرته رسېدلي او کومې نیمګړتیاوې یې نه درلودې.

د هغه په خبره، دغه ودانیزه پروژه، د انګور هډې سرحدي بندر د باربري هډې ساختماني پروژې د یو باب مسجد او اداري تعمیر دی، چې د تامیناتو د اجرا لپاره یې دوی په ګډه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت د پروژو د بشپړېدو په صورت کې هم څارنه کوي چې ځان او مقابل لوري ته ډاډ ورکړي، تر څو یاده پروژه په څه ډول سرته رسېدلي او کوم پلاني او معیاري نیمګړتیا نه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد او د کاري حجمونو لېست ترتیب شو

 

۱۲/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سنجش او براورد ریاست له لوري، د تېر یوه کال په موده کې د ۴۱۱ ساختماني پروژو براورد ترسره او د هغو د کاري حجمونو لېستونه ترتیب شوي دي.

یادې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۷
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند په بېلابېلو ساحو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

دغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۸
Background image

د مزارشریف په درې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د مزارشریف ښار په لومړۍ، څلورمې او پنځمې ناحیو کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د سم تطبیق په موخه ساحوي څارنه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت