د پوهنې وزارت او ټولګټو وزارت ترمنځ د کابل دارالامان سیمه کې د ځمکې دعوا و ارزول شوه
۱۴۴۴/۱۲/۱۸
د کور او ښآر جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني، د ټولګټو محترم وزارت، عدلیې محترم وزارت او د کرنې او مالدارۍ محترم وزارت د استازو په شتون کې د پوهنې او ټولګټو وزارت ترمنځ د ځمکې دعوا چې د کابل دارالامان سیمه کې پر څلور جریبه ځمکه ده، وارزوله.
په دغه ناسته کې یادو استازو د ځمکې ځینو اسناد او سوابقو په اړه خبرې وکړې او ورسره اسناد یې د ناستې ګډونوالو ته بیان کړل.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د ټولو اړخونو د دلایلو اوریدو وروسته غوښتنه وکړه، چې د ځمکې شرعي قباله دې په اړونده ځمکې تطبیق شي او د څلور خواوو معلومولو وروسته دې د یادې څلور جریبه ځمکه د ملکیت وروستی تصمیم ونیول شي او اړوندو ارګانونو ته دې یې وړاندې شي، تر څو یې په اړه داسې پرېکړه وشي، چې هېڅ لوری زیانمن نه شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.