د پنځه ‌سوه فامیلي څلورلارې څخه تر شتل سړک پورې د شنې ساحې څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۴:۴۶
۵۰۰ فامیلی

۱۴۴۸/۲/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري مخنیوي ریاست تخنیکي ټيم، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې په شنه ساحه کې له پنځه‌ سوه فامیلي څلورلارې څخه تر شتل سړک او د تاجکان سړک تر امتداد پورې تخنیکي څارنه ترسره کړه.

یاده څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت د مقام د لارښوونې او د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د شنې ساحې په امتداد له هغو مالکینو، دوکاندارانو، د ساختماني توکو له پلورونکو، د لرګیو له سوداګرو، ورزشي کلبونو (جمنازیومونو) او نورو مستأجرینو څخه، چې په یاد مسیر کې فعالیت کوي، د دویم ځل لپاره وغوښتل شول چې د مخکې ټاکل شوې مودې په ترڅ کې خپل ټول قانوني اسناد او مدارک د ارزونې په موخه د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې ریاست تخنیکي ټیمونو ته وسپاري، ترڅو په دې اړه د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري وروستۍ پرېکړه وشي.

د دې څارنې موخه د ښاري قوانینو او نافذه مقرراتو د رعایت ارزونه، د شنو ساحو ساتنه، د احتمالي ښاري سرغړونو مخنیوی، د ښاري نظم پیاوړتیا او د معیاري ښاري پراختیا لپاره د قانوني اقداماتو زمینه برابرول دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست ټینګار کوي چې د ښاري نظم د تأمین، د عامه شتمنیو او شنو ساحو د ساتنې او د ښاري قوانینو د پلي کېدو په موخه به دا ډول څارنې په دوامداره توګه دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۵۲
Background image

د لغمان په شمه کټ سیمه کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمه کټ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه تفصیلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۳:۵۸
Background image

د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د غزني ولایت د کډوالو ښارګوټي د دویم فاز تفصیلي پلان لاسلیک کړ، دغه پلان د غزني ښار په شمال کې پر ۳۹۸۰.۷۵. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۵/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د ترانسپورټي ترمینل تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

دغه ترمینل پر ۳۸ جریبه ځمکه طرحه شوی او د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت