د پل پاچا او شینه پله د ساختماني پروژې انوایسونو په اړه خبرې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۷ - ۹:۵۶
picture

۱۴۴۴/۰۳/۲۲ د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني په مشرۍ د کابل محترمې ښاروالۍ، د مالیې محترم وزارت، د اقتصاد محترم وزارت او د کلیو بیارغونې او پراختیا محترم وزارت د استازو په شتون کې د پل پاچا او شینې پله د ساختماني پروژې انوایسونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. په دغه ناسته کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست مولوي حمدالله نعماني د یادو پروژو په تړاو ټول مخکیني مکتوبونه او حسسابي فورمونه وکتل او لارښوونه یې وکړه چې په مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ کې د یادو پروژو په تړاو ټول شته اسناد دې وکتل شي او له هغې وروسته به وروستۍ پرېکړه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د مهمو ساختماني پروژو د کیفیت او لابراتواري چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت، کنټرول او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل په یو شمېر مهمو ساختماني پروژو کې د لابراتواري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۰:۳۲
Background image

په پکتیکا کې د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د تطبیق د نظارت انجینرانو د وړممۍ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د ودانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۵۷
Background image

په کونړ کې د یو باب مسجد شریف او استنادي دېوال د جوړولو له چارو تخنیکي نظارت وشو

۱۴۴۸/۵/۱۰

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او پروژو د نظارت عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د دوو ساختماني پروژو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت