د پروژو د چارو او انوایسونو په اړه خبرې وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۱۷
وزارت شهرسازی و مسکن

۱۴۴۷/۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، په خپل کاري دفتر کې د اړوندو ریاستونو له رئیسانو او مسؤلینو سره غونډه وکړه.

په دغه غونده کې، په بلخ او کندهار ولایتونو کې د صحي محصولاتو او درملو د لابراتوارونو د تعمیرونو پروژو، د تهیه مسکن استوګنیزې پروژې، لوګر او کندهار ولایتونو کې د لوی نظارت ادارې اړوند پروژو، میدان ښار کې د ترانسپورتي ترمینل دوهم لاټ پروژې، اټومي انرژۍ ادارې اړوند پروژه، استقلال ښارګوټي پروژه، د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ساختماني موادو د ټسټ لابراتوار پروژه او نورو پروژو په اړه بحثونه وشول.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، موخه دا ده چې په تېر مجلس کې د هرې پروژې په تړاو اړوند ریاست ته دنده سپارل شوې وه، باید د خپلو کړنو او اجرأتو راپور وړاندې کړي.

د پروژو د کار حجم، تدارکاتي برخې، انوایسونه، د کار پیل او ختم، نقشې او نور موارد هغه ټکي وو، چې هر اړخیزې خبرې پرې وشوې.

په غونډه کې د برخوالو ریاستونو رئیسانو هر یو د خپلو اجأتو په تړاو معلومات وړاندې کړل او په ځینو برخو کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

محترم مالي او اداري مرستیال ډاډ ورکړ، چې د ستونزو حل برخه کې به همکاري کوي او له ټولو اړوندو ریاستونو یې غوښتنه وکړه، چې پاتې چارې دې ژر تر ژره په ټاکلي وخت سرته ورسوي.

نوموړي وویل، اړوند ریاستونه دې د چارو د ترسره کېدو په مهال د رامنځته کېدونکو ستونزو په اړه وخت په وخت راپور شریکوي او مسؤلیتونه دې په سمه توګه ترسره کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي، چې د پروژو چارې په وخت سرته ورسېږي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۲۷
Background image

په کونړ ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي د پروژې له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د کونړ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خاص کونړ ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال وکتل شول چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۴۱
Background image

په هرات کې د شینډنډ ښاروالۍ د کانال له کارونو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۸

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د شینډنډ ولسوالۍ د ښاروالۍ ودانۍ اړوند د دوه ‌طرفه کانال د جوړولو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د معلوماتو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

د فراه ښار د شپږمې او اوومې ناحې اړوند له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۰/۰۷

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د ۶ مې او ۷ مې ناحیو د هغو ساحو له روانو ساختماني فعالیتونو څخه څارنه وکړه چې کارونه پکې  روان ول.

په څارنه کې وکتل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت