د ولس اړتیاو ته په کتو به هستوګنیزې سیمې په سوداګریزو تعدیل شي
۱۴۴۵/۲/۲۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو چارو کمیسیون ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د نورو اړوندو موضوعاتو ترڅنګ په غزني ولایت کې د یوې هستوګنیزې نمرې پر تعدیل خبرې وشوې چې په سوداګریزې به بدله شي او دغه راز د کاپیسا ولایت په تګاب او نجراب ولسوالیو کې د دوه پمپ سټېشنونو په قانوني او معیاري جوړولو بحث وشو.
ښاغلي بامیاني وویل، د نقشو ویزه کول، د هستوګنیزو نمرو تعدیل په سوداګریزو او دغه راز د تیلو د پمپ سټېشنونو جوړول او نورې اړتیاوې چې په قانون کې یې وړاندوینه شوې، د ولس اړتیاو ته په کتو دې رامنځته شي.
په دې ناسته کې په غزني ولایت کې دیوې هستوګنیزې نمرې تعدیل په سوداګیزې تائید شو.
په ورته وخت کې د ښاري چارو مرستیال اړونده مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې په کاپیسا ولایت کې د دوه پمپ سټېشنونو د جوړولو چارې دې په علمي او تخنیکي توګه وڅېړي او پایله دې یې راتلونکې غونډه کې شریکه کړي.
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.