د هېواد په کچه د ولسوالیو د جغرافيايي سرحدونو د ټاکلو او د نقشو د یووالي لپاره ناسته وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۹
.

۱۴۴۶/۴/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانيزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په مشرۍ د ولسوالیو د جغرافيايي سرحدونو د ټاکلو او د نقشو د یووالي په موخه ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې، د کورنیو چارو محترم وزارت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت، د بهرنیو چارو محترم وزارت، د احصایې او معلوماتو محترم ملي ادارې، د قومونو، قبایلو او سرحدونو محترم وزارت، د کلیو بیا رغونې او پراختیا محترم وزارت، د ښاروالۍ د چارو د انسجام محترم ریاست او د استخباراتو محترم عمومي ریاست استازو برخه اخیستې وه.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د کمیټې غړو د هېواد په کچه ولسوالیو د جغرافیایي حدودو د ټاکلو او د هغو د نقشې د یووالي په اړه خپل نظرونه او دلایل وړاندې کړل.

په پایله کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د کمیټې د غړو د نظرونو له اورېدو وروسته د کورنیو چارو محترم وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت، د احصایې او معلوماتو محترم ملي ادارې، د قومونو، قبایلو او د سرحدونو محترم وزارت استازو ته لارښوونه وکړه، چې د کمیټې د نورو غړو په همکارۍ د یادې چارې ترسره کولو په موخه یوه هر اړخیزه کړنلاره ترتیب  تر څو ددې کمیټې وروستۍ پریکړه د ا.ا.ا د محترمې کابینې له عالي مقام سره شریک کړي.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۴:۲۵
Background image

د هرات په ښار کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

هرات ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې په دغه ولایت کې د ستر جامع مسجد شریف له ترمیمي چارو څارنه وکړه.

ښاغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۹:۶
Background image

په زابل ولایت کې د قلات ښاروالۍ د یوه باب مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۳/۲۱

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملاداد ګل مسلم وایي، د دې ریاست د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د قلات ښاروالۍ اړوند د مارکېټ له ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د کابل په نوي ښار کې دروغتون د جوړولو په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د ریاست الوزرا د عالي مقام د حکم د تطبیق په موخه، چې د کابل په نوي ښار کې د سرطاني ناروغانو د روغتون د جوړولو د کمیټې د مشرتابه مسئولیت یې د کور او ښار جوړولو وزارت ته. . .

BACK TO NEWS