د هېوادوالو ستونزو د حل لپاره دې پر وخت اقدام وشي
13/09/1443
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په خپل دفتر کې له ګڼ شمېر هېوادوالو سره وکتل او د وزارت اړوندو څانګو ته یې سپارښتنه وکړه چې د خلکو ستونزو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.
له بېلا بېلو ولایتونو راغلو هېوادوالو د خپلو ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو په تړاو وزیر ته عرایض وړاندې کړل او د حل برخه کې یې غوښتنې درلودې.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې پر وخت حل شي او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې چارې پر وخت ترسره کړي.