د هېوادوالو د ستونزو حل لارې و ارزول شوې
۱۴۴۳/۱۱/۲۰
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني له یو شمېر هېوادوالو سره وکتل چې د ښاري وضعیت ښه کېدو او د حل لارو په ارزونه یې خبرې وکړې.
په ناسته کې هېوادوالو په خپلو ولایتونو کې د ښاري وضعیت، ستونزو او ننګونو په اړه معولمات وړاندې کړل او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني د خلکو د ستونزو پر حل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د وزارت مسؤلین یې په دې هڅه کې دي چې څنګه کېدای شي د هېوادوالو شته ستونزې حل او غوره ښاري وضعیت رامنځته کړي.