د هېوادوالو د ستونزو حل د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لومړیتوب دی
۱۴۴۳/۰۹/۰۴
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې له یو شمېر هېوادوالو سره وکتل او د وزارت اړوند برخو کې یې د هغوی د ستونزو پر حل ټینګار وکړ.
په دغه لیدنه کې له بېلا بېلو ولایتونو څخه راغلو هېوادوالو خپلې ستونزې او غوښتنې له محترم وزیر سره شریکې کړې او د حل برخه کې یې د اقداماتو غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزیر ښاغلي مولوي حمد الله نعماني وویل، د هېوادوالو د ستونزو حل د وزارت په لومړیتوبونو کې قرار لري او د دغه وزارت کار کوونکي مکلف او ژمن دي چې خپلو هېوادوالو ته ریښتیني خدمات وړاندې کړي.