د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک له رغنیزو چار څارنه وشوه
۱۴۴۵/۸/۱۸
د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس ملا سید نېک محمد وايي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د سنګین ولسوالۍ د روغتیايي کلینیک له رغنیزو چارو څارنه وکړه.
د محترم مولوي سید نېک محمد په وینا، په دې څارنه کې د سیخ تړلو، کانکریټ اچولو او نورو رغنیزو چارو څارنه وشوه او دغه راز قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې وشوې چې د یادې پروژې چارې د شرطپاڼې او انجنیري اصولو او معیارونو مطابق ترسره کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي او مسلکي ټیمونه په مرکز او ولایتونو کې د دولتي پروژو له رغنیزو چارو څارنه کوي، تر څو د پروژو چارې په انجنیري او مهندسي معیارونو تر سره شي.
