د هلمند د انجنیرۍ پوهنځي تدریسي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دې ولایت د انجنیرۍ پوهنځي تدریسي ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې سپارله.
د هلمند ولایت د انجنیرۍ پونځي تدریسي ودانۍ په ۹۷۶ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۴۰ میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړه شوې ده.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د لوړو زده کړو وزارت اړتیاو او همداراز د افغانستان په وده او ابادې کې د دې بنسټ اهمیت ته په کتو تحصیلي پروژو ته لومړیتوب ورکوي.
###