د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې برخې تفصیلي پلان لاسلیک شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۱۴
herat

۱۴۴۸/۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې برخې تفصیلي پلان لاسلیک شو.

د یاد پلان د معلوماتو له مخې، د ښارګوټي د دویمې برخې عمومي ساحه ۶۰۰۰ جریبه ده، چې له دې جملې څخه ۱۹۵۷ جریبه ځمکه د پخواني پلان تر پوښښ لاندې او ۴۷۴۳ جریبه ځمکه د نوې طرحې لپاره ځانګړې شوې ده.

په تفصیلي پلان کې د پخواني پلان له مخې ۱۰۷۹ استوګنیزې نومرې او د نوې طرحې له مخې ۷۴۲۸ استوګنیزې نومرې په پام کې نیول شوې، چې په ټولیز ډول د استوګنیزو نمرو شمېر ۸۵۱۷ ته رسېږي.

همدارنګه، د ښارګوټي د اړتیاوو له مخې د اداري، خدماتي، تجارتي او نورو اړینو برخو لپاره هم ځانګړې ساحې په تفصیلي پلان کې شاملې شوې دي، ترڅو د استوګنې ترڅنګ د اړینو ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته شي.

د یاد تفصیلي پلان له ترتیب او تصویب سره به د زنده‌جان ولسوالۍ په دغه ښارګوټي کې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو لپاره د منظمې استوګنې، د ځمکې د معیاري تنظیم او د اړینو ښاري خدمتونو د پراختیا زمینه لا ښه برابره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۳۵
Background image

په لښکرګاه ښار کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او پروژو د پلي کېدو د څارنې اړوند تخنیکي ټیم، د منظمې څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د درېیمې ناحیې په بېلابېلو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۲:۵
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۹

د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي تخنیکي ټیم د پلخمري ښار د دویمې ناحیې اړوند د دوه سوه کوتی سیمې کې د استوګنیزې ودانۍ له ساختماني چارو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۲۱
Background image

د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي هغه پانګوال چې پر خپلو ځمکو فابریکې نه جوړوي، قراردادونه به یې فسخه شي

۱۴۴۸/۴/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي له یو شمېر پانګوالو سره وکتل او د یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت