د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام عمومي سړک د لومړي پړاو چارې په چټکۍ سره روانې دي
۴۴۷/۹/۱۶
د کابل–بګرام عمومي سړک د لومړۍ برخې عملي چارې د نوي کابل ښار په لومړي فاز کې، چې په دې وروستیو کې د کور او ښار جوړولو وزیر محترم الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني په هڅو او د ا.ا.ا د لوړپوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو، په چټکۍ سره روانې او د پرمختګ په حال کې دي.
دغه سړک چې ۶.۲ کیلومتره اوږدوالی او ۵۰ متره سور لري، د ۴۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي، چې دا یوازې یو مواصلاتي لاره نه ده، بلکې کابل له پروان ولایت او د هېواد له نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي، چې یاد سړک د ملي ترانزیت مهمه برخه جوړوي او د توکو په لېږد او د فابریکو په فعالیتونو کې بنسټیز رول لري.
د دې سړک د کار له پیل سره د نوي کابل ښار پروژې «نوی ژوند» موندلی دی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ویاند محمد کمال افغان په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد اقتصادي سکتور پیاوړی شي او کاري فرصتونه به رامنځته شي.
د قراردادي شرکت «اریوب سپین غر» مسئولین وایي چې دا مهال د خنډونو لرې کول، د خاورې ایستل او کندنکارۍ چارې د تخنیکي معیارونو او ټاکل شوي مهالویش له مخې روانې دي.
د یاد شرکت د پروژې امر انجنیر جاوید علي یار زیاته کړه چې دوی هڅه کوي پروژه د قرارداد له مخې په ټاکلي وخت کې بشپړه او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو کړي.
انجنیر علي یار د سړک د کار د کیفیت په اړه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې پروژه به د ټاکل شوو معیارونو له مخې په معیاري ډول بشپړه شي او هره ورځ د کور او ښار جوړولو وزارت د انجنیرانو له خوا څارل او ارزول کېږي.
په همدې حال کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د انکشاف ریاست د مراقبت برخې انجنیر ذبیح الله شریفي وایي چې قراردادي شرکت د قرارداد د مادو او شرطنامې سره سم د سړک کار په معیاري ډول پیل کړی او چارې یې په چټکۍ روانې دي.
د نوي کابل ښار په محدوده کې د کابل–بګرام سړک د لومړي پړاو پیل، د ښاري بنسټیزو پروژو د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا په برخه کې یو عملي ګام بلل کېږي، چې تمه ده د کابل د دې برخې بڼه بدله کړي.
