د نوي کابل ښار د ماسټر پلان د تطبیق په موخه ګډه ناسته وشوه

۱۴۴۴/۱۲/۲۳
د کور او ښار جووړلو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د کابل محترمې ښاروالۍ له مسؤلینو سره وکتل او په نوي کابل ښار کې د ماسټر پلان د تطبیق په موخه یې نظرونه شریک کړل.
په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د پلان او ښاري پراختیا محترم مرستیال صدرالدین تاجک، د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ساختماني چارو او د زونونو د پراختیا مرستیال محترم مولوي روح الله احمدي او د دواړو ادارو ځینو نورو استازو ګډون کړی وو.
په ناسته کې د اوسني کابل ښار په ۱۸مه او ۱۹مه ناحیه کې د ځینو چارو په دوام او د ځینو په ځنډولو خبرې وشوې او دغه راز د نوي کابل ښار په حقوقي او تخنیکي موضوعاتو او کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ په دندو او مسؤلیتونو خبرې وشوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د نوي کابل ښار پروژه یوه ستره ملي پروژه یاده کړه، او زیاته یې کړه چې د یادې پروژې د ماسټر پلان پلي کېدا د اړوندو ادارو او په ځانګړې توګه د کابل ښاروالۍ سره په ګډه تر سره شي.
د ناستې په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ څخه د متخصصینو یوه ګډه کمیټه جوړه شوه، چې په ګډه به د ۱۹ مې او ۱۸ مې ناحیې له سیمو چې د نوي کابل ښار په ماستر پلان کې شاملې دي لیدنه کوي او هر اړخیزې ارزونې وروسته به یې راپور د وزارت مقام سره شریک کوي
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.