د نوي کابل ښار د ام ـ اې (۲۰) سړک د جوړولو چارې روانې دي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۵
کابل جدید

۱۴۴۸/۴/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ام ـ اې (۲۰) سړک د جوړولو چارې د منظور شوي پلان له مخې په چټکۍ سره روانې دي.

یاد سړک ۱۸ متره پلنوالی او ۳۷۸۱ متره اوږدوالی لري او د نوي کابل ښار د ترانسپورتي شبکې له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي.

اوس مهال د سړک د جوړولو په ساحه کې د ځمکې د کیندنې، ویالو جوړولو او د سړک د ځمکې د هوارولو او برابرولو چارې روانې دي، چې ټول فعالیتونه د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو له مخې ترسره کېږي.

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي معاونیت او اجرائیوي مسؤلین د پروژې د عملي چارو بهیر له نږدې څاري، څو چارې پر ټاکلي مهال او د منظور شوي پلان او تخنیکي معیارونو سره سم پرمخ ولاړې شي.

د یاد سړک په بشپړېدو سره به د نوي کابل ښار د اوسنیو او راتلونکو پراختیايي سیمو لپاره د تګ‌راتګ اسانتیاوې پراخې او د ښار د ترانسپورتي شبکې په پیاوړتیا کې به مهم رول ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د موسهي ولسوالۍ د انکشافي پلان په ساحه کې د غیرپلاني جوړونو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنټرول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ولسوالیو د ښاري انکشافي پلانونو د څارنې آمریت تخنیکي ټیم، د وزارت د مقام د هدایت او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۱۵
Background image

د نوي کابل ښار د ام ـ اې (۲۰) سړک د جوړولو چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ام ـ اې (۲۰) سړک د جوړولو چارې د منظور شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۳۱
Background image

په ارزګان کې د ښاري سرغړونې د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۴/۲۲

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم، د خپل کاري پلان له مخې، د ښار د درېیمې او څلورمې ناحیې په اړوندو ساحو کې د ساختماني فعالیتونو او ښاري پلانونو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت