د نورستان ولايت مقام اداري کمپلکس ورغول شو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له لارې د نورستان ولايت مقام اداري ودانۍ ورغوله او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
دا ودانۍ په پارون ښار کې په ۷۳۱ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز او معياري ډول ورغول شوه چې ۳۷ کاري خونې، يو پخلنځای، يو ګودام، يو د غونډو تالار او ۹ بابه تشنابونه لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په ټول هېواد کې د دولتي او عامه ودانيو په جوړولو کې فعاله ونډه اخېستې او خلکو ته يې ارام او مناسب چاپېريال برابر کړی دی.