د نورستان ولايتي شورا ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د نورستان ولايت په مرکز پارون ښار کې د ولايتي شورا لپاره د ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.
دا ودانۍ په ۳۳۰ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د يو کال په موده کې په ۲۴ ميلیونه ۹۸۹ زره افغانيو ورغول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ۱۲۹ بېلابېلې دولتي اداري ودانۍ رغولي او په دې سره يې د دولتي ادارو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزناکه ونډه اخېستې ده.