د نورستان د حساب دارۍ انسټټیوټ ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۸:۲۶
نورستان

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د نورستان ولایت د حساب دارۍ انسټټیوټ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

دا دوه پوړیزه ودانۍ چې د نورستان په مرکز پارون ښار کې موقعیت لري، په ۲۰۰ متر مربع ځمکه کې د ۱۹ میلیونه او ۸۰۱ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړه شوې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د ټولګټو پروژ په عملي کولو سره د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او ورسره خلکو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو کچه هم لوړه شوې ده.

###

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۸
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، غزني ولایت ته سفر وکړ او هلته یې پر راستانه شوو مهاجرو کورنیو د دایمي مېشتېدو په پار استوګنیزې نمرې ووېشلې

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، غزني ولایت ته سفر وکړ او پر راستنو شوو مهاجرو کورنیو یې د دایمي مېشتېدنې په پار استوګنیزې نمرې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د ابادۍ او پرمختګ په پار بل مهم ګام هم پورته شو

۱۴۴۷/۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې، په نوي کابل ښار کې د پراختیا ورکوونکو شرکتونو له مسؤلینو سره تر لیده کاته وروسته،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۲۸
Background image

په زابل ولایت کې بېرته راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۰۹/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري د زابل ولایت په اړوندو سیمو کې بېرته راستنو شوو مهاجرینو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې.

د یادې کمېټې د پرېکړې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت