د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۲:۱۸
ننګرهار

۱۴۴۷/۱۰/۲۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند اصلاحي تفصیلي پلان منظور کړ.

یاد اصلاحي تفصیلي پلان چې په دقیقه توګه مطالعه او د ساحې سره په همغږۍ اصلاح شو په 1006.6 جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې 1289 استوګنیزې نمرې لري.

تر دې وړاندې د هېواد په کچه د مهاجرینو د ټو ښارګوټو  تفصیلي پلانونه داسې ډیزاین شوي وو، چې په کې پنځه بسوه یي، لس بسوه یي او پنځلس بسوه یي نمرې شاملې وې او یوازې هغه راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته ورکول کېدې، چې افغانستان کې یې ځمکه نه درلوده، کور یې نه درلود او نه یې هم اقتصادي وضعیت دومره پیاوړی و، چې ځان ته مناسبه سرپناه برابره کړي.

اوس دغه چاره، د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی و رعاه د حکم سره سم ټولې نمرې پنځه بسوه یي شوې او هرې راستنېدونکې مهاجرې کورنۍ ته ورکول کېږي.

پر همدې بنسټ، اړتیا ده چې د ټولو ولایتونو اړوند د مهاجرینو د ښارګوټو تفصیلي پلانونه اصلاح شي او یو ځل بیا د تطبیق لپاره اړوندو مراجعو ته وسپارل شي.

په دې لړ کې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند د مهاجرو د ښارګوټي تفصیلي پلان هم اصلاح او د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري تائید او لاسلیک شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په کونړ کې د مهاجرینو لپاره د دوهم ښارګوټي تفصیلي پلان بشپړ او د ځمکو د نمرو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني کونړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سرکاڼو ولسوالۍ د پشد سیمې په نوي پلان شوي ښارګوټي کې راستنېدونکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

په فراه کې د مهاجرینو ښارګوټي توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم د فراه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د ځمکې توپوګرافي سروې په بریالیتوب سره بشپړه کړه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي له ساختماني چارو څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت د کنټرول، ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او لابراتوار عمومي ریاست د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د استقلال ښارګوټي د پروژې له ساختماني چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت