د میدان ښار د مسافرو د ترمینل د دویمې برخې د تخنیکي اسنادو بشپړولو باندې ټینګار وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۴۱
معینیت مسکن

۱۴۴۷/۱/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا د معینیت سرپرست،دیپلوم انجنیر عبدالحمید آرین، د میدان ښار د مسافر وړونکي ترمینل د پروژې دویمې برخې د تخنیکي اسنادو د بشپړولو په اړه ناسته وکړه ، چې په دې ناسته کې د وزارت اړوند ریاستونو رئیسان او آمرین ګډون درلود.

ښاغلي آرین په خپلو خبرو کې وویل اړینه ده چې د یادې پروژې ټول تخنیکي اسناد په چټکۍ سره بشپړ او د راتلونکو پروژو د پړاوونو لپاره چمتو شي.

نوموړي د پروژې د انسجام ریاست او د اقتصادي زونونو د ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې په ګډه همکاري وکړي او د تخنیکي اسنادو د بشپړولو چارې په منظمه توګه پرمخ یوسي.

د غونډې ګډونوالو راپور ورکړ چې د پروژې د کریدینګ پلان، ساحوي سروې او ځینو نورو برخو کار بشپړ شوی، خو تفصیلي پلان او د زیربنا اړوند اسناد لا تر اوسه بشپړ شوي نه دي.

په پای کې په ناسته کې د رحمان مېنې، استقلال، تهیه مسکن او هیوادوال پروژو په اړه هم خبرې وشوې او اړوند مسؤلینو خپل نظریات شریک کړل.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 اونی 3 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

په میدان وردګ کې د پوهنتون د سړکونو او پلې لارو د پروژې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۴/۲۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د پوهنتون اړوند د سړکونو او پلې لارو د پروژې له روانو کارونو څخه لیدنه وکړه او د انجینري معیارونو پر دقیق تطبیق یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات له جامع جومات او د سپاچ پروژې له پیل څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۴/۲۶

هرات کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د دغه ولایت له جامع جومات څخه لیدنه وکړه.

ښاغلی انجنیر اکبري وایي، دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

په هرات ولایت کې د  ۰۵کندک  عامه امنیت اړوند جومات له ودانیزو چارو څارنه وشوه

1447/04/26

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ګذره ولسوالۍ په ۰۵کندک  کې د جوړېدونکي جومات له ودانیزو چارو څارنه. . .

BACK TO NEWS