د میدان وردګ د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د تصفیې خونې پلان لاسلیک شو
۱۴۴۸/۴/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني د میدان وردګ ولایت د مرکز میدان ښار اړوند د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د تصفیې خونې پلان لاسلیک کړ.
یاد پلان د ښارګوټي د فاضله اوبو د منظم مدیریت او تصفیې په موخه ترتیب شوی، چې له مخې یې د ورځې په اوسط ډول د ۳۲۱۶ مترمکعب فاضله اوبو د تصفیې لپاره لازمې تخنیکي اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي، د فاضله اوبو د تصفیې خونه د ښارګوټي په جنوب ختیځه برخه کې، په ۲۴۰۶۵ مترمربع ځمکه کې طرحه شوې ده.
د پلان له مخې، له تصفیې وروسته ترلاسه کېدونکې اوبه به د ښارګوټي د شنو ساحو د خړوبولو لپاره وکارول شي، همدارنګه، د تصفیې له بهیر څخه پاتې کېدونکي مواد به د عضوي سرې د تولید لپاره کارول کېږي، چې د ورځې شاوخوا ۱۳۲۰۰ کیلوګرامه عضوي سرې د تولید وړتیا به ولري.
د یاد پلان په پلي کېدو سره به د جنوب ختیځ ښارګوټي د فاضله اوبو د مدیریت او تصفیې لپاره منظم تخنیکي سیستم رامنځته او د چاپېریال ساتنې او شنو ساحو د پراختیا لپاره به زمینه برابره شي.
