د معیوبو ماشومانو لپاره د روزنې او ښوونې ځای پلان جوړ شو
۱۴۴۳/۰۹/۱۲
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د استوګنې ښارګوټو د سیمو د طرحې تر څنګ د کابل په قصبه سیمه کې د معیوبو ماشومانو لپاره د روزنې او ښوونې ځای د جوړولو پلان هم چمتو کړی دی.
دغه د معیوبو ماشومانو د روزنې او ښوونې ځای په ۱.۲ هکتاره ځمکه کې جوړيږي، چې ښوونيز، روغتیايي، استوګنیز، خدماتي، ورزشي او تفریحي برخې پکې شاملې دي.
په دغه ځای کې به د ۱۰۰ تنو معیوبو ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره شي.