د مسکن چارو تنظیم

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۰:۳۲
Housing

د ښاري پراختيا عالي شورا کې د مسکن پاليسۍ له تصويب سره، د کم عايد لرونکو، متوسط عايد لرونکو او لوړ عايد لرونکو لپاره د کور جوړونې زمينه برابره شوې ده.

د دې پالیسۍ له تطبیق سره به ښوونکو، دولتي مامورینو، متقاعدینو، افسرانو او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د کورنیو شهیدانو، کډوالو، کورنیو بې ځایه شویو کډوالو، کوچیانو او د ټولنې نورو وګړو ته د مناسب مسکن زمینه برابره شي. دې موخو ته د رسېدو لپاره د مسکن وجهي صندوق هم رامنځته شوی چې له بېلابېلو سرچینو تمویلیږي.

په ننګرهار، هرات او کابل کې د بېرته راستنېدونکو او بې ځايه شويو کډوالو لپاره  ۱۲۰۰۰ جریبه ځمکه چې ۱۶۰۰۰ نمرې کېږي، ځانګړې شوې. د دې ځمکې د سروې ټول پړاونه او پلان جوړونه بشپړه شوې او ډېر ژر به پر مستحقینو وویشل شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new