د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا لپاره نوی مرستیال معرفي شو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۴۳
معرفی معبن مسکن

۱۴۴۶/۱/۱۸

د عاليقدر امیر المؤمنین شیخ القران والحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله د حکم پر اساس د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او برنامو پراختیا معینیت لپاره محترم مولوي محمد اسماعیل فائز د نوي مرستیال په توګه معرفي شو.

د نوي مرستیال د پېژند غونډې په مراسمو کې لومړی د ا.ا.ا د چارو ادارې د عمومي ریاست د پالیسۍ محترم مرستیال مولوي عبدالباري عاطف د یادې ګمارنې په تړاو د د عاليقدر امیر المؤمنین شیخ القران والحدیث هبة الله اخندزاده حفظه الله د حکم بیان وکړ.

ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو پراختیا محترم مخکیني مرستیال مولوي روح الله احمدي وویل، په اداراتو کې تغیر او تبدیل یو اصل دی، چې د امارت هر وګړی ورته ژمن دی اطاعت یې کوي او دی هم ورته لبیک وایي.

ښاغلي مولوي احمدي وویل، د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم عملي کول پر ځان واجب ګڼي او له خپلو ټولو مخکیني همکارانو یې غوښتنه وکړه چې له نوي معرفي شوي مرستیال سره بشپړه همکاري وکړي او چارې په ایماندارۍ او صداقت پر مخ یوسي.

د خبرو په دوام، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حاجي ارسلاح خروټي وویل، دا هېواد جګړو او بې عدالتیو ځپلي او کار غواړي چې اباد او سوکاله شي.

نوموړي وویل، ټول باید نظام ته مخلصانه کار وکړي او په چارو کې یو له بل سره همکار پاتې شي.

په دغه مراسمو کې، د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا مرستیال مولوي محمد اسماعیل فائز وویل، ورسپارل شوې دنده یو ستر مسؤلیت دی چې هڅه به وکړي، تر څو یې په سمه توګه اداء کړي.

نوموړي د وزارت له ټولو کار کوونکو غوښتنه وکړه چې په چارو کې ورسره همکاري وکړي او د ښه پرمختګ برخه کې لاس ورکړي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې د وزارت محترم مقام او نورو متخصص کادرونو سره په مشورې به چارې پر مخ وړي.

د پېژند غونډې په لړ کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني وویل، دا نظام بقاء او اغېزمن دوام ته اړتیا لري او باید هر وګړی ورته ژمن پاتې شي.

ښاغلي شیخ حمدالله نعماني وویل، دوی او د امارت ټول وګړي په افغانستان کې د امارت له بیا حاکمیت مخکي په سختو شرایطو، قربانیو او د ستونزو په مهال مطیع او ژمن پاتې شوي او دغه چارې ته دوام ورکوي، چې په خبره یې ټول باید دې نظام ته ژمن پاتې شي او د دوام لپاره یې کار وکړي.

نوموړي وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت یو مسلکي وزارت دی، چې په کې تر ډیره پوهان، مسلکي او متخصص کادرونه دي او هیله یې وښوده چې د همکارۍ او مشورو له مخې یو له بل سره همکار پاتې شي او د پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت