د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت رهبري هئیت ناسته وکړه
۱۴۴۶/۴/۱۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا معینیت رهبري هئیت د الحاج محمد اسماعیل فائز په مشرۍ ناسته تر سره کړه.
په ناسته کې لومړی د دې معینیت اړوند رئیسانو او مسؤلینو خپل کاري راپور وړاندې کړ، تر څنګ یې د ستونزو او ننګونو یادونه وکړه او د کارونو د لا ښه والي په موخه یې ځیني وړاندیزونه هم وکړل.
ور پسې د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پراختیا مرستیال ښاغلي فائز د رئیسانو او مسؤلینو کاري راپور جمع بندي کړ او د کارونو ستاینه یې وکړه.
نوموړي وویل، څرنګه چې له کاري راپورونو ښکاري زموږ همکاران کارونه ښه، چټګ او په رښتینولۍ مخته وړي، چې دا زموږ لپاره د ویاړ خبره ده.